د هند لومړي وزیر د پاکستان د منزوي کولو ژمنه کړې

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2016)

modi-sharif-300x169

د هند لومړي وزیرپرپاکستان تورلګولی،چې دغه هېواد د آسیا د بې ثباته کولو هڅې کوي.

د هند لومړي وزیرنریندرا مودي دغه خبره پرون د هند د جنوب په کاليکوټ  ښار کې د خپل ګوند بهاراتیا جناتیا د غونډې پر مهال  کړې، چې په ژوندې بڼه خپریده.

دا د هند پرپوځي اډې له تروریستي برید وروسته، چې د هند او پاکستان ترمنځ یې ستونزې پیدا کړې؛  د نرینرا مودي لومړۍ تبصره ده.

مودې په سیمه کې د افغانستان او بنګله دېش مثال ورکړ، چې د تروریزم پلانونه د هغه په قول، له پاکستان څخه خپریږي.

مودي پاکستان ته ګواښ وکړ، چې تاسې به منزوي او څنډې ته کړو.

په هندوستان کې پرمودي فشار دی، چې د کشمیر د برید کلک ځواب ورکړي.

د کشمیر په دې برید اتلس هندي سرتیري ووژل شول.

هند د دغه برید مسوول د جیش محمد ډله ګني، چې مرکز یې په پاکستان کې دی؛  خو پاکستان دغه تور رد کړی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …