عاجل خبرونه

د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې طالبانو ته مرگ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: September 10, 2015)

h0

د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې افغان ځواکونو څلیریشت وسلوال مخالفین وژلي او څوارلس نور یې ټپیان دي.

په هلمند ولایت کې د دوه سوه پېنځلسم میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او هوایی ځواکونو دا عملیات د موسی کلا ولسوالۍ د ده ظهر او چاردهي په سیمو کې تر سره شول.

سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې دېرش کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول او د دښمن کلک سنگرونه هم ویجار شول.

ویل شوي، چې په عملیاتو کې د ملي اردو یو منسوب هم وژل شوی او یو بل ټپی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …