عاجل خبرونه

د هلمند پر ګرمسیر ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید پر شا وتمبول شو

(Last Updated On: February 3, 2017)

vlcsnap-2017-02-03-18h56m22s149

د هلمند  ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تېره شپه پر ګرمسیر ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ؛ خو افغان ځواکونو دغه برید پر شا وتمباوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې شپاړس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ویل کیږي، چې افغان ځواکونو ته هم په دې جګړه کې زیان اوښتی؛ خو تر اوسه یې د تلفاتو بشپړ شمېر نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند خلک له لښکرګاه پرته د ټول هلمند امنیتي حالت د اندېښنې وړ ښيي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

طالبانو د لوګر ولایت د محمدآغې اړوند ښوونځي وتړل

(Last Updated On: September 21, 2019)ﺩ ﻟﻮﻛﺮ ﭘﻪ ﻣﺤﻤﺪﺁغه ﻭﻟﺴﻮالۍ کې وسلوالو ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ د ښوونځیو …