عاجل خبرونه

د هلمند ولايتي شورا د باباجي سيمې ته نه پاملرنه د دې ولايت له خلکوسره جفا بولي

(Last Updated On: January 9, 2016)

هلمندد هلمند ولايتي شورا مرستیال عبدالمجيد اخندزاده وايي، چې باباجي له کلونو وړاندې د لښکرگاه مربوط سيمه ده.

 

د هغه ّه وینا؛ د دې سیمې د ملکيتونوټولې چارې د لښکرگاه ښاروالۍ پورې تړلې دي اود هغوی لخوا ترسره کيږي.

 

د ولايتي شورا منشي عطاالله افغان وایي، چې دا سيمه د امنيتي پلوه هم مهمه ده. که يې د بېرته نيولو کوټلې هڅې ترسره نه شي؛ ښايي لښکرگاه ښارته لوی امنيتي گواښونه هم له همدې سيمې رامنځته شي.

 

د دوی په خبره؛ د هلمند اوسنی امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنگددې ولايت د اراضۍ په اړه بشپړمعلومات نه لري؛ نو له همدې امله اوس د باباجي او د هلمند له اوسيدونکیو سره لويه جفا کوي، چې دا سيمه يې د امنيت د ټينګښت له لومړيتوب څخه ايستلې ده.

 

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال سرجنگ وايي، چې باباجي حوزه له ښارڅخه ۱۷ کيلومتره ليرې پرته ده اوله ستراتژيک پلوه دوی ته هيڅ اهميت نه لري اودا سيمه د لښکرگاه مربوط هم نه ده.

 

يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي؛ باباجي د لښکرگاه ښارڅلورمه امنيتي حوزه ده، چې د تشکيل له مخې ورته ۱۸۰ پوليس ورکړشوي دي.

 

خبریال: نعمت الله زهير.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …