عاجل خبرونه

د هلمند والي هغه گنگوسې رد کړېِ، چې گواکې سنگين سقوط کړی

(Last Updated On: December 21, 2015)

waliد هلمند والي د دوشنبې په ورځ خبريالانوته وويل، چې اوس هم پهدي ولسوالۍ کې ټولې ادارې د دولتي ځواکونو په لاس کې دي، جگړه روانه ده اومخالف لوري ته يې درنده مرگ و ژوبله اړولې ده.

هغه په ملي شورا کې د هلمند د خلکود استازیواوځينونورواوسيدونکیوهغه ادعاوې رد کړې، چې گواکې دې ولسوالۍ سقوط کړی دی.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي وايي، چې له تېرو دوه ورځو راپديخوا يو ځل بيا په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جگړې زوراخيستی؛ خو د دوی نور ځواکونه هم دې ولسوالۍ ته رسيدلي او وسلوالو طالبانو ته يې درنده مرگ و ژوبله اړولې ده.

هغه که څه هم د مرگو ژوبلې کره شمېر په ډاگه نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې د گرشک په اړوند سيموکې هم وسلوال طالبان بشپړځپل شوي دي.

د هلمند ولايتي شورا غړی حیات الله مايار وايي، چې په سنگين کې دولتي تاسيسات وسلوالوطالبانونيولي اودولتي ځواکونه اوس هم د ملي اردود اړوند کنډک له ودانۍ جگړه کوي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وایي، که دې ولايت ته پوره پاملرنه ونه شي؛ نورې سيمې به هم يو پربل پسې د دولتي ځواکونوله ولکې ووزي.

سنگين د لښکرگاه په شمال کې د هلمند هغه ولسوالي ده، چې د تېرو درې کلونو په لړ کې د لويو جگړوشاهده وه، چې ځينې وخت تر بشپړې محاصرېلاندې هم راغلې دي.

خبریال: نعمت الله زهير.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په افغانستان کې د خوړو د مصونیت نشتوالی ننګونکی دی

(Last Updated On: October 17, 2019)د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د …