عاجل خبرونه

د هلمند مركز لښكرګاه ته ګڼ شمېر امريكايي سرتېري رارسیدلي

(Last Updated On: اګست 21, 2016)

vlcsnap-2016-08-21-15h45m26s118

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېرامريکايي سرتېري له هغې وروسته ځای پرځای کيږي، چې دغه ښارتر نسبي محاصرې لاندې اوغزيدلې لارې يې ټولې د وسلوالو طالبانو لخوا تړل شوې دي.

 د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، ډېرشمېرسرتېري، چې کره شمېر يې نه دی روښانه د يکشنبې په شپه د لښکرګاه ښار په بست هوايي ډګرکې په بېلابېلو وسلو او تجهيزاتو سمبال ځای پرځای شوي او د اړتيا پرمهال به په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې له افغان ځواکونوسره مرسته کوي.

 هغه زیاتوي، دا سرتېري د لښکرګاه ښارد ساتنې ترڅنګ د هلمند په نورو سيمو کې د امنيت خوندي کولو له پاره ميشت شوي او تر اوږدې مودې به دلته پاتې وي.

 د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده بيا وايي، چې د هلمند په دوه اډو کې مخكې هم امريکايي سرتېري وه؛ خو  موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو ولکې ته ولويدې.

 هغه زیاتوي، فکرنه کوي، چې اوس هم د امنيت په ټينګښت کې هغه مرسته وکړي، چې اړتيا يې ليدل کيږي.

 د نوموړي په خبره؛ که د دغو سرتېرو د ميشتولو پرځای د افغان ځواکونو په رهبرۍ او ليکو کې پوره اصلاحات راوستل شوي وای د هلمند ډېرې سيمې به د وسلوالو طالبانو ولکې ته نه لويدې او امنيت به هم د پخوا په شان خوندي او پراخه وای.

 که څه هم چارواکي د دې سرتېرو د کره شمېر په اړه څه نه وايي؛ خو ځينو سرچينو ته په ډاګه شوې، چې همدا اوس ۲۰۰ امريکايي سرتېري په بست هوايي ډګرکې ځای پرځای شوي دي.

 خبریال:  نعمت الله زهير

 

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …