د هلمند له ولکې وتلو سیمو لپاره د عملیاتو غوښتنه شوې

(Last Updated On: اګست 22, 2016)

vlcsnap-2016-08-22-13h07m10s191

د هلمند ډېری مرکزي او جنوبي سيمې په دې وروستيو کې د يو پراخه بريد په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو ولکې ته لويدلې، چې اوس په کې وسلوالې جګړې رامنځته کيږي.

د هلمند ولايتي شورا رییس محمد کریم اتل په ډاګه کړې؛ د جګړې کرښې يې له نږدې ليدلې ټول سرتېري په پوره توګه چمتودي، چې په لوړ مورال جګړه وکړي.

هغه وایي، د سرتيرو لوړ مورال او وسلوالو مخالفينو ته وروستيو سختو ګذارونو ته په کتو امنيتي مسوولين بايد ژر تر ژره له ولکې وتلې سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي.

ښاغلی اتل زیاتوي، لوړ پوړي مسوولين د پراخو عملياتود پلي کولو ژمنی کوي؛ خو باید، چې  پلې شي.

په هلمند کې د پوليسو د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وايي، د پراخو عملياتو پلان جوړشوی او په نږدې راتلونکي کې به د دې ولايت په ډېرو سيموکې پيل شي.

هغه زیاتوي؛ وسلوال مخالفين سخت ځپل شوي او خلکو هم د هغوی په وړاندې غبرګونونه ښودلي او دا ډاډ هم تر لاسه شوی، چې دا عمليات به بريالي تر سره کیږي.

هغه ټینګار کوي، چې په دې عملياتو افغان هوايي ځواک هم برخه اخلي او تر څنګ به يې د ناتو د غوڅ ماموريت ملاتړ هم ورسره وي.

دوی ډاډه دي، چې په دې ولايت کې به په امنيتي برخه کې مثبت بدلون راشي.

که څه هم امنيتي مسوولين په هلمند کې د عملياتو د پيل ډاډ ورکوي؛ خو ځينې سرچينې وايي، وسلوال طالبان يوځل بيا د نويو بريدونو لپاره چمتوالی نيسي، چې له همدې کبله په تېره يوه اوونۍ کې يې بريدونه کم شوي دي.

خبریال: نعمت الله زهير.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …