د هلمند د ولسوالیو بې تفاوته او خاین چارواکي به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي

(Last Updated On: August 15, 2016 4:06 pm)

vlcsnap-2016-08-15-16h03m12s95

 د هلمند د نادعلي، ناوې او ګرمسير ولسواليو ډېرې سيمې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو د بريدونو پرمهال له امنیتي ټینګار پرته پخپله ولکه کې راوستلې، چې اوس هم د دوی ترواک لاندې دي.

په دې ولايت کې د پوليسو د بست ۵۰۵ زون قومندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وايي، په دې لړ کې به هغه مسوولين او د ولسواليو قومندانان عدلي ارګانونو ته د څېړنو او سزا ورکولو له پاره وروپېژندل شي، چې يا يې په دنده کې غفلت کړی اويا هم د خيانت تور پرې لګول کيږي.

 هغه وايي؛ اوس د عملياتو ټول پلانونه جوړ شوي، چې د ټولو سيمو د بېرته نيولو له پاره به د بهرنيو ځواکونو په مرسته عمليات ترسره شي.

د هغه په وینا؛ وروستۍ جګړه د پاکستانيو پوځيانو او جنرالانو تر رهبرۍ لاندې مخ ته وړل کيده او دوی داسې معلومات ترلاسه کړي، چې دری جنرالان هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، چې د هلمند- کندهار لويه لار خلاصه شوې؛ په ځينو سيمو کې وسلوالو طالبانو ماينونه ځای پرځای کړي، خو ډېر ژر به عام خلک پرې تګ اوراتګ پيل کړي.

د هلمند ځينې موټرچلوونکي اوعام اوسيدونکي وايي، چې اوس هم ياده شوې لار بنده ده. له يوې خوا  دولتي سرتېري په خامه لار د تګ اجازه نه ورکوي او له بلې خوا وسلوال طالبان بيا پر پخه لار د تلواجازه نه کوي.

دوی له دولت او وسلوالو طالبانو غواړي، چې پر عامو لاروباندې ملکي خلکوته ستونزې رامنځته نه کړي او دواړه خواوې بايد د خلکو هوساينې له پاره ګامونه پورته کړي.

په دې وروستيو تېرو دوه اوونيو کې وسلوالو طالبانو د بريدونو پرمهال د درې ولسواليو پراخه سيمې ترخپلې ولکې لاندې راوستلې او يوازې د دې ولسواليو مرکزونه د دولت په ولکه کې پاتې دي.

خبریال: نعمت الله زهير.

About Ariana News

Check Also

په غزني کې ۶ سرتېري د طالبانو له بنده وژغورل شول

(Last Updated On: September 24, 2018 1:12 pm) دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره …