د هلمند د ناوې ولسوالې د نيولو په موخه د طالبانو هڅه ناكامه شوه

(Last Updated On: اګست 11, 2016)

vlcsnap-2016-08-11-15h05m18s55

د ناوې ولسوالۍ په مرکز کې روانې جګړې د پنجشنبې په ورځ له هغې وروسته زور واخيست، چې وسلوالو طالبانو د لوی بريد په ترڅ کې د ولسوالۍ او ملي امنيت مديريت ودانۍ ترخپل ولکې لاندې راوستلې.

د هلمند والي وياند عمرځواک وايي؛ پرهمدې شپه يو شمېر لوړپوړي مسوولين او تازه دمي سرتېري د ولسوالۍ مرکز ته رسيدلي، چې يادې شوې ودانۍ اوس د دولتي ځواکونوپه ولکه کې دي اوپيل شوي عمليات د ولسوالۍ د مرکز په دوه کيلومترۍ کې دوام لري.

هغه زیاتوي، په دې جګړه کې۸۰ وسلوال طالبان وژل شوي او۱۱ دولتي سرتېري ټپيان شوي دي. د د پوليسو د بست ۵۰۵ زون قومندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وايي، په چاه انجيراو نادعلي کې امنيتي ځواکونه وړاندې تللي او د روان حالت د بدلون له پاره په لوړه کچه منظم  پلانونه جوړشوي دي.

هغه پهع ډاګه کړه؛ د دې جګړې د کابو کولو له پاره نور اضافي ځواکونه هم دې ولايت ته رارسيدلي او د پلان له مخې به لوی عمليات پيل شي، چې د هلمند- کندهار لويې لارې د خلاصولو تر څنګ به نورې سيمې هم تر دولتي واک لاندې راوستل شي.

د هلمند قومي مشرعادل وايي، په دې ولايت کې هره ورځ لسګونه کسان د جګړې په کرښه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ سلګونه کورنۍ بيځايه کيږي، چې دا ډول ستونزې په نورو ولايتونو کې هم روانې دي، نو د دې حالت د بدلون له پاره باید لويه جرګه راوبلل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند والي وياند عمرځواک په وينا؛ په ګرمسير ولسوالۍ کې هم په ځينو سيمو کې نښتې رامنځ ته شوي؛ خو د اندېښنې وړ نه دي.

خبریال: نعمت الله زهير

About Ariana News

Check Also

د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

(Last Updated On: دسمبر 15, 2018) په کابل کې د مالیاتو د لوړیدو او د …