عاجل خبرونه

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ پرامنيتي کمربند د طالبانو بريدونه ډېرشوي

(Last Updated On: مارچ 12, 2016)

vlcsnap-2016-03-12-15h50m56s27نادعلي ولسوالي د لښکرګاه په ۳۰ کيلومترۍ، د مارجې او ګرشک ولسواليو په منځ کې پرته سیمه ده، چې اوس له همدې سيمو څخه تر ګواښلاندې ده.

د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عمرجان حقمل وايي، له تېرو شپږ مياشتو را پديخوا لږ تر لږه هره شپه وسلوال مخالفين د دوی پرامنيتي کمربند، چې له ګرشک او مارجې ولسواليو سره ګډه پوله لري بريدونه کوي؛ خو دوی يې په وړاندې دريدلي او تراوسه يې د وسلوالو مخالفينو بريدونه په شاتمبولي دي.

هغه وايي، چې د شنبې په شپه هم وسلوالو مخالفينو په درې سيمو کې د دوی پرامنيتي پوستو وسلوال بريدونه وکړل؛ خو له درندې مرګ و ژوبلې سره مخ او پر شا وتمبول شول.

د دې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، نور له جګړې ستړي شوي دي.

دوی د دې ولايت د نورو سيمو له اوسيدونکیو هم وغوښتل، چې په بشپړه توګه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، چې له جګړو او نورو ستونزو څخه په امن شي.

خبریال: نعمت الله زهير

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …