عاجل خبرونه

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ ناامنې سيمې به ډېر ژر له بشپړامنيت برخمنې شي

(Last Updated On: January 2, 2016)

vlcsnap-2016-01-02-13h25m34s243نادعلي د لښکرگاه لويديځ ته پرته ولسوالي ده، چې د ناوې اوگرمسيرولسواليوپه څيرترټولوامن سيمه بلل کيده؛ خو په دې وروستيو کې يې ځينې سيمې وسلوالو طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

 

د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيارعمرجان حقمل وايي؛ نادعلي لښکرگاه ته ترټولونږدې سيمه ده، چې وسلوالو طالبانو يې د نيولو ډېرې هڅې وکړې؛ خو افغان ملي ځواکونه یې د خلکو په پوره همکارۍ په وړاندې ودريدل او هغوی يې پرې نه ښودل، چې دا ولسوالي ترغټ امنيتي گواښ لاندې راولي.

 

هغه زیاتوي، چې وړاندې دوی يوازې له دښتي سيمې سره امنيتي کمربند درلود؛ خو اوس، چې باباجي او د مارجې ولسوالۍ ډېرې سيمې وسلوالو طالبانو نيولې؛ درې خواوو ته مو امنيتی کمبربندونه جوړکړي، چې وسلوال طالبان د دې ولسوالۍ د ناامنه کولو هڅې کوي.

 

د هغه په وینا؛ دوی د دې گواښونود له منځه وړلوله پاره چمتوالیلري اوپه نږدې راتلونکي کې به له ولکې وتلې سيمې بيرته ونيسي.

 

هغه زياتوي، چې له يوې خوا په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ارگانونوترمنځ پوره همغږي شته اوله بلې خوا ټول ځایي اوسيدونکي ورسره ډېره همکاري کوي؛ نو وسلوال طالبان نه دي توانيدلي، چې په دې برخه کې درز رامنځته او خپلې موخې ترلاسه کړي.

 

خبریال: نعمت الله زهير.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

(Last Updated On: October 20, 2019)ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې …