عاجل خبرونه

د هلمند د مارجې ولسوالۍ ډېرې سيمې له وسلوالو طالبانو پاکې شوې

(Last Updated On: January 7, 2016)

vlcsnap-2016-01-07-13h23m22s169د مارجې ولسوالۍ ډېرې سيمې د تېرو دوه مياشتو راپه ديخوا د وسلوالو طالبانوپه ولکه کې وې، چې کابوهره ورځ په کې د ښکېلو خواوو لخوا نښتې هم رامنځته کيدې.

 

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنگوايي، په نوموړې ولسوالۍ کې نوي عمليات دوه ورځې وړاندې له کيمپ سيمې څخه پيل شول، چې په لړکې يې يوشمېرمهمې سيمې د دولتي ځواکونو په ولکه کې راغلې او وتوانيدو، چې دې ولسوالۍ ته غزيدلې لويه لارهم خلاصه او لس نوې امنيتي پوستې په کې ځای په ځای کړو.

 

هغه زیاتوي، له يوې خوا د ماينونو له منځه وړل او همدا راز د کليو تلاشي روانه ده او له بلې خوا د دې ولسوالۍ په ځينو نورو سيمو کې د ملي اردو کوماندو ځواکونه کښته شوي، چې اوس هم دا عمليات روان دي.

 

که څه هم امنيتي مسوولين دې ولسوالۍ ته غزيدلې لويه لارډاډمنه بولي؛ خود چهارشنبې په ورځ د خبريالانو هغه ډله، چې د امنيتي ځواکونو پر مټ د دې ولسوالۍ مرکزته روانه وه، يوازې د کيمپ سيمې ته ورسيدل، چې د لارې په اوږدو کې اوس هم د دواړو خواوو لخوا يو پربل ډزې کيدې.

 

خبریال: نعمت الله زهير.َ

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مرکز او ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل او ډېر ژر به پای ومومي- ټاکنو کمیسیون

(Last Updated On: November 17, 2019)  د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د کمیسیون د …