عاجل خبرونه

د هلمند جګړې كورنۍ بې سرپرسته كړې دي

(Last Updated On: August 26, 2016 2:48 pm)

vlcsnap-2016-08-26-14h19m33s167

له هلمنده كندهار ته كډه شوې يوه كورنې، چې هيڅ نرينه سرپرست نه لري وايي؛ دوه ځوانان يې د دوى پروړاندې مړه شول او يو بل ترى تم دي او یوه ماشومه له یوې سترچې بې برخې شوې ده.

دا دوې ښځې، چې له دوه نجونو سره كندهار ته راغلي؛ په يوه پردي كور كې اوسيږي.

دوی له دولت او طالبانو غواړي، چې جګړه بس كړي او له دوى سره د وركو شويو كسانو په موندلو كې مرسته وكړي.

د كندهار اوسيدونكىمحمد مسافر وایي،د دوې لپاره سرپنا يوه کندهاري ځوان ورکړى ده.

هغه، شتمن کسان مسوول ګني، چي له داسي بې سرپرسته کورنيو سره مرسته وکړي .

د هلمند جګړه له يوې مياشتې را په ديخوا دوام لري، چې د هرې ورځې په تېريدو زور اخلي او له کبله يې زرګونه كورنۍ د خپلو كورونو پريښودو ته اړې شوې دي.

د رپوتونو له مخې، يوازې كندهار ته زر كورنۍ كډه شوي، چې د ژوندانه هيڅ امكانات نه لري.

خبریال: بريالي رحيمي 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …