د هلمند اوسېدونکي: له افغان کلمې پرته تذکره نه اخلو

(Last Updated On: September 7, 2015)

د هلمند اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ كې ګواښ وكړ چې كه په برېښنايي پېژندپاڼو كې د اسلام او افغان كلمې نه وي نو له اخيستلو به يې ډډه وكړي. لاريون كوونكو له ولسمشر څخه وغوښتل چې يادو شويو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي او که يې غوښتنه ونه منل شي د دې لاريونونو لړۍ به وغزوي.

دغه لاريون د دوشنبې په ورځ په هلمند كې د آزادو مدني بنسټونو له خوا په لښکرګاه ښار کې جوړ شوى و ګډونوالو يې له ولسمشر وغوښتل چې په پېژندپاڼو كې اسلام او افغان شامل كړي. دوى ګواښ كوي چې كه يې دا غوښتنه ونه منل شي نو لاريونونو ته به دوام وركړي.

د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وايي: «له ولسمشر څخه غواړو په هر ډول چې وي بايد زموږ په پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام کلمې راوړي.»

د مدني ټولنې مشر عبدالرشيد ناصري وايي: «ولسمشره همدې ملت رايه درکړې نو نه بايد چې د ملت حق تر پښو لاندې کړې، موږ په تذکره کې د افغان هويت ليکل غواړو.»

لاريون د يوه پرېكړه ليك په صادرولو پاى ته ورسېد چې اسلام او افغانيت يې خپل ديني او ملي ارزښتونه بللي او ټينګار يې كړى چې د سرپه بيه يې دفاع كوي.

دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې په كابل، ننګرهار او كندز كې هم دې ته ورته لاريونونه شوي دي.

خبريال:نعمت الله زهير

About Ariana News

Avatar

Check Also

هند د افغانستان له نوي حکومت سره د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: February 20, 2020) هند په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني …