د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى

(Last Updated On: فبروري 6, 2016)

vlcsnap-2016-02-05-11h46m35s127په هلمند کې چارواکي وایي، د هلمند امنيتي حالت د بهرنيوځواکونوله همکارۍ پرته نشي مهاريدلى.

پوره يو کال وړاندې له هلمند څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم په دې ولايت کې وسلوالو مخالفينو په خپلو فعاليتونو کې ډېروالی راوست، چې دادي په دې وروستيوکې د هلمند مرکزي سيمو ته هم راورسیدل.

د ولايتي شورا د امنيتي کميتې مسوول بشيراحمد شاکروايي، د هلمند د اوسنۍ جگړې د مهارولو اود امنيت په ټينگولوکې د بهرنيوځواکونوشتون ته ډيره اړتيا ليدل کيږي.

د هلمند له پاره اوپراتيفي مشراوپه ولسي جرگه کې د هلمند د خلکواستازی عبدالجبار قهرمان هم وايي، که بهرني ځواکونه دې ولايت ته راشي د افغان ځواکونوله پاره به یي د ملاتړپه توگه وکاروو.

د دوی په خبره؛ دې ولايت ته يې د بهرنيو ځواکونو د راتلو په اړه رسماً څه نه دي اوريدلي، خو که داسي وشي دوی يې هرکلی کوي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي هم وايي، نه يوازې په پوځي برخه کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا لیدل کيږي، بلکې د سرتېرو د روزنې او په نورو پرمختيايي برخو کې هم د دوی له پاره اړتيا شته.

که څه هم په رسمي ډول تراوسه پورې هلمند ته د بهرنيوځواکونود شتون په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو ويل کيږي، چې ښايي يوځل بيا په دې ولايت کې زرگونه بهرني سرتېري له نویو هیلو سره ځای په ځای شي.

خبریال: نعمت الله زهير.

 

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …