عاجل خبرونه

د هغو کسانو نومونه افشا شول چي د برښنا بیلونه نه ورکوي

(Last Updated On: مې 12, 2015)

vlcsnap-2015-05-12-17h32m58s95

برښنا شرکت د هغو دولتي بنسټونو نومونه افشا کړل چې برښنا یې مصرف کړې؛ خو بیلونه یې نه دي ادا کړي.

د برښناشرکت سوداګریز مرستیال میرویس عالمي وایي، دغو دولتي بنسټونو او افرادو د دري نویم کال بیلونه نه دي ادا کړي او که لس ورځو کې یې خپل پورونه پرې نه کړل، نو لویه څارنوالۍ به دا مساله تعقیب کړي.

بلخوا لویه څارنوالۍ هم برښنا شرکت ته د دغې ستونزې د حل لپاره د همکاریو ډاډ ورکړ.

برښنا شرکت وایي، په دري نویم کال کې یې په افرادو یو اعشاریه اووه میلیارد افغانۍ او اووه سوه دري اتیا میلیون په دولتي ادارو پاتې دي.

هغه لیست چې د دغه شرکت له خوا خپور شوی:

په ۱۳۹۳ کال کې:

  • د کورنیو چارو وزارت ۱۳۴ میلون افغانۍ
  • د عامې روغتیا وزارت ۹۵ میلیون افغانۍ
  • د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت ۶۶ میلونه افغانۍ
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۱۲ میلون افغانۍ

دا یواځې پوروړي وزارتونه نه دي، بلکې لیست کې نورې لسګونه دولتي ادارې هم لیدل کیږي.

د برښناشرکت سوداګریز مرستیال میرویس عالمي:

دوی اجازه نه لرو چې دغه پیسې و خورو. موږ ورته لس ورځي وخت ورکوو تر څو راشي او خپله حسابي پاکه کړي تر څو داستونزه حل شي، ځکه برښنا شرکت په هرکیلو وا ټ برښنا پیسې ورکوي.

لویه څارنوالۍ بیا د هغو کسانو او بنسټونو په وړاندې د بیړني اقدام ډاډ ورکوي چې تر اوسه یې خپل پورونه نه دي پرې کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي:

هیڅوک نه شي کولی دولتي پیسې وخوري، ټول افراد اواشخاص اړ دي ترڅو خپل د بریښنا حسابونه پاک کړي که داسې ونه شي، نو مزي به یې پرې شي.

برښنا شرکت وایی، په دري نویم کال کې یې بیا هم د ۱۶ میلیارد افغانیو د را ټولولو لپاره ټاکل شوی هدف تر لاسه کړی؛ خو که د دغه شرکت د مسولینو په وینا، که یې پورونه ورکړل شوي وای، نو د برښنا شبکه به نوره هم پراخه شوې وای.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …