عاجل خبرونه

د هرات د گمرك او ښاروالۍ كاركوونكيود ښاري كثافاتو پاكولو حشر ترسره كړ

(Last Updated On: October 1, 2011)

د هرات ولايت گمرك كاركوونكيو او يو شمېرنورو كسانو له ښارڅخه د كثافاتو د پاكولو په موخه عمومي حشرتر سره كړ.

د هرات ولايت د گمرك كاركوونكي د هرات ولايت  له نورو او سيد ونكيو هم غواړي، چې د دغه ښارد پاكوالي په موخه دې په ټوليزحشر كې برخه واخلي.

د هرات ولايت د گمرك مرستيال تميم كاكړوايي:

په دغه ښاركې د چاپېريال د پاكوالي په موخه د هرات له ښاروالۍ سره يې په گډ ه د كثافاتو د ليرې كولو او د ښار د پاكوالي په خاطر يې پر دغه حشرلاس پورې كړ.

كاكړوايي، چې:

د ښاروالۍ د كارگرو او د گمرك د كاركوونكيو په گډون د كاري ډلې شمېره له زرو ډېره ده.

د دغه عمومي حشر يو شمېرگډ ون كوونكي وايي، چې:

د ا د هرات د اوسيدونكيو د نده  ده، چې د چاپېريال ساتنه وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې له د ې وړاندې په هرات كې د رسنيو د حمايت بنسټ له لوري ورته حشرترسره شوى و، چې د نړيوالو ملي او محلي خبري رسنيو خبريالانو په كې برخه درلوده.

هرات د نړۍ د زرو ښكليو ښارونو څخه شمېرل كيږي او اوسيدونكي يې له مسوولينوغواړي، چې د پاك ساتلو لپاره يې زياتې هڅې وكړي.

About ATN News

Avatar

Check Also

د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: July 19, 2019)د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په …

Leave a Reply

Your email address will not be published.