د نړۍ د سوکوهنې نړیوال اتل محمد علي کلي ومړ

(Last Updated On: June 04, 2016 11:46 am)

کلی

د امریکا د تورپوستو د سوکوهنې یوه پېژندل شوې څېره محمد علی کلي د ۷۴ کلونو په عمر د تنفسي ناروغۍ پر لامل ومړ.

کلي، چې له ۱۹۸۴ کلونو څخه د پارکینسون له رنځه کړیده؛ څو ورځې وړاندې ورته تنفسي ناروغي پیدا شوه او د فونیکس د ښار په آریزونا روغتون کې بستر شوی و.  

د ارواښاد کورنې د جمعې په ورځ  رسنیو ته د هغه ناروغي د اندېښنې وړ ښودلې وه.

نوموړی د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې هم د تناسلي ناروغۍ له کبله بستر شوی و.

محمد علي کلي د نړۍ یوه پېژندل شوې ورزشي څېره وه، چې له مسلمان کیدو مخکې یې نوم کاسیاس کلي و.

هغه د تورپوستو په مدني خوزښتونو کې هم هڅانده برخه درلوده او د مارتین لوترکینګ په ګډون د یو شمېر نورو تورپوستو مشرانو تر څنګ په هلو ځلو اخته و.

ارواښاد په تېر دسمبر کې خپله وروستۍ وینا وکړه، چې په کې د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکيو نوماند دونالد ترامپ وروستۍ څرګندونې، چې امریکا ته یې د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي په اړه کړې وې، نیوکه وکړه.

محمد علي کلي له ۱۲ کلنۍ سوکوهنه پیل کړې او په ۱۹۶۴ کال کې د بوکس نړیوال اتل وپېژندل شو.

له اتلولۍ درې کاله وروسته یې یو جنجالي ګام پورته کړ او د امریکا په پوځ کې یې له خدمت کولو سرغړونه وکړه.

هغه سربېره پر دې، چې د ویتنام له جګړې سره یې ښکاره مخالت څرګند کړ دا یې هم وویل، چې مذهبي اعتقادات  اجازه نه ورکوي، چې د امریکا په پوځ شتون ولري.

د امریکا پولیسو په همدې لامل هغه ونیوه او اتلولي یې هم ترې واخیسته.

محمدعلي، چې په پوځ کې له خدمته د تېښتې په تور پړ ګڼل شوی و؛ څو کاله د بوکس له ډګره هم لیرې پاتې شو؛ خو هغه مهال یې ، چې غوښتنه د قاضي په حکم محکمې ته وړاندې شوه، محکمي د نوموړي محکومیت لغوکړ او له ملامتۍ وژغورل شو او سپینې ماڼۍ په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا دویاړ لوړ مدال ورډالۍ کړ. 

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …