عاجل خبرونه

د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو كې له اوباما د گډون غوښتنه شوې

(Last Updated On: May 27, 2014 11:57 am)

2

ولسمشر حامد كرزي خپل امريكايي سيال ته د نوي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو كې د گډون بلنه وركړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا بلنه د دواړو مشرانو په وروستۍ تيليفوني اړيكه كې وركړ شوې ده.

د ولسمشر حامد كرزي د وياند مرستياله عادله راز وايي، چې:

باراك اوباما د افغانستان په لومړي پړاو ټاکنو کې د حامد کرزي او افغان ولس رول وستایه او هیله یې څرگنده کړه، چې دوه یم پړاو ټاکنی هم په بریاليتوب ترسره شي.

بارک اوباما د يكشنبې په شپه د بگرام هوایي اډې ته راغی او له امريكايي ځواكونو سره يي وكتل. ښاغلي اوباما خپل افغان سيال حامد كرزي ته په بگرام كې د ملاقات بلنه وركړه، خو حامد كرزي دا وړانديز رد كړ.

دا په داسې حال كې ده، چې د امریکا ولسمشر بارك اوباما په افغانستان كې خپله اوږده جگړه گټلې بولي او په افغانستان كې د شويو پرمختگونو په ساتنه ټينگار كوي.

هغه تمه وښوده، چې راتلونكى افغان ولسمشر به له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …