د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ كې موتر بم چاودنې ۲۲ تنه ټپيان كړي

(Last Updated On: December 07, 2015 2:16 pm)

12336170_880959335286116_459193272د ننگرهار والي د رسنیو دفتر وايي، چې دا چاودنه نن سهار د سره رود ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته څيرمه شوې ده.

دغه دفتر په ډاگه کړې، چې په دې چاودنه كې ۲۲ تنه ټپيان شوي، چې اووه يې امنيتي منسوبين او ۱۵ يې ملكي وگړي دي.

د ننگرهار والي سليم خان كندزي په ډاگه کړې، چې چاودنه د هينو موتر پر مټ تر سره شوى، ۲۵ پلورنځي او د ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ، محكمې او يو شمېر نورې ودانۍ يې ورانې كړي دي.

د ننگرهار چارواكي وايي، ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

ننگرهار د افغانستان په ختیځ کې نسبتاً نارامه ولایت دی، چې په اچین او کوټ ولسوالیو کې یې د اسلامي دولت” ډلې ډاډمنې هلې ځلې لري؛ خوپه دې وروستیو کې دغې ډلې له افغان امنیتي ځواکونو سره د جگړې ډگر تود ساتلی دی.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …