عاجل خبرونه

د ننگرهار ولایت د کامې ولسوالۍ زلزله ځپلیو ته د بنیاد بیات مرستې ورسیدې

(Last Updated On: اکتوبر 30, 2015)

bayat

ننگرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تېرې اوونۍ په زلزله کې یې خلکو ته درانده  ځاني او مالي زیانونه اوښتي.

زلزلې تر  ډېره د غریبانو کورنه وران کړي او اوس په سلگونه کورنۍ په سړه هوا کې شپې رڼوي؛ خو دادی بنیاد بیات له همدې کورنیو سره د خیمو او خوراکي توکو مرستې پيل کړې او پر سلگونه زلزله ځپلیو کورنیو یې مرستې ووېشلې.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د بنیاد بیات مرستیال حاجي محمداسعاعیل وویل، چې د مرستو دا لړۍ به نورو لایتونو ته هم  وغزول شي.

د ننگرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، بنیاد بیات لومړنی خیریه بنسټ دی، چې په ننگرهار کې یې له  فقیرو زلزله ځپلیو کورنیو سره مرسته وکړه.

هغه له دې پر وخت او پرځای مرستو ډېر خوښ دی.

د کامې ولسوالۍ مرستیال نور محمد  نور وايي، بنیاد بیات  د خلکو له ارمان سره سمې او پروخت مرستې راورسولې.

هغه له بنیاد بیات څخه  مننه کوي او له نورو بنسټونو غواړي، چې پاتې کورنیو ته د بنیاد بیات په څيرمرستې ورسوي.

هغه کورنۍ، چې د بنیاد بیات مرستې یې ترلاسه کړې خوشحاله دي او وايي، له اټکله ډېرې او پروخت مرسته وشوې.

بنیاد بیات لومړنی خیریه بنسټ دی، چې په ننگرهارکې یې په بېړنۍ توگه غریبو زلزله ځپلیو کورنیو ته خپلې مرستې ور وسولې او په ښه ډول یې پرې ووېشلې. بنیاد بیات د تېرې یوې لیسزې راهیسې د هېواد په گوټ گوټ کې له بېوزله او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې کوي او ترڅنگ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې گڼ شمېر روغتونونه، جوماتونه، ښوونځي، د لوبو ډگرونه او کتابتونونه جوړکړي، چې  دا لړۍ اوس هم روانه ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …