عاجل خبرونه

د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه کې د داعش پر وړاندې پوځي عملیات پیل شول

(Last Updated On: فبروري 12, 2017)

vlcsnap-2017-02-12-15h35m20s19

د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې د داعش پر وړاندې پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل شوي دي.

د ۲۰۱سیلاب قل اردو ویاند ډګروال شیرین آقا وایي ګډو ځواکونو د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د ځپلو په موخه پراخه عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې بهرني ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره مل دي.

هغه زیاتوي، نن له سهار راهیسې د یادو ولسوالیو په ځینو سیمو کې نښتې شوي؛ خو سرتېري زیانمن نه دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايی؛ عملیات به ترهغې روان وي، چې ټولې سیمې له داعشیانو پاکې شوې نه وي.

نوموړی زیاتوي، له عملیاتو وروسته په پاکو شویو سیمو کې سیمه ییز پولیس ګومارل کیږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په یادو ولسوالیو کې د داعش د ځپلو لپاره دا ډول عملیات پیلیږي، له دې مخکې هم دوه ځله  ورته عملیات تر سره او ګڼې سیمې پاکې شوي؛ خو، چې سرتېري ترې په شاه شوي بېرته په کې داعش پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا عملیات له تېرو هغو سره پرتوپیر پیل شوي او پایله به یې هم ډاډمنه وي.

د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې به پاکې شوې سیمې د ملي امنیت ریاست په همکارۍ پاڅونوالو ته سپارل کیږي او د سیمې د بیارغونې پروژې به په کې پلې هم شي.

په ننګرهار کې د داعش د جنګیالیو شمېر سلګونه دی؛ خو خلک وايي، چې داعش دمګړۍ د ننګرهار په شپږ ولسوالیو کې فعالیت کوي او د روزنې مرکزونه هم لري.

هسکه مېنه او کوټ د ننګرهار دوه هغه ولسوالۍ دي، چې اوس هم ډېرې سیمې د داعش په ولکه کې دي. خبریال: رحمت الله زیارمل.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …