د ننګرهار ولایت په ښیوه ولسوالۍ کې ۵ کسه بهرنیان نیول شوي

(Last Updated On: مارچ 19, 2016)

Nangarhar

د ننګرهار ولایت چارواکي او سیمه ییز اوسیدونکي وایي؛ د ملي امنییت چارواکو په ښیوه ولسوالۍ کې ۵ تنه ، چې په غالب   ګومان روسان دي نیولي.

یو امنیتی چارواکی، چې نه غواړي نوم یې یاد شي په یاده ولسوالۍ کې د پېنځه کسو نیول منلي؛ خو وایي، دوه یې نرینه او درې یې ښځینه بهرنیان دي.

سرچینې په ډاګه کړې؛ دغه کسان روسي خبرې کوي، چې د پلټنې پر مهال په یو کور کې نیول شوي دي.

چارواکو له بشپړو څرګندونو ډډه کړې.

د ښیوې ولسوال سید ابرار دغه خبر تائید کړی؛ خو څرګندوي، چې په دې اړه بشپړې څرګندونې نه لري.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …