عاجل خبرونه

د ننګرهار ولایت مقام ته نږدې، یو صراف ووژل شو

(Last Updated On: October 20, 2016)

images

 ناپېژنده وسلوالو نن سهار د اووه بجو په شاوخوا كې د ننګرهار ولایت مقام ته نږدې، یو صراف وژلی دی.

عیني شاهدان وايي، د شاهدالله په نوم یو ځوان، چې د شېرندل پلازې مخې ته یې صرافي کوله د دوه تنو موترسایکلسپرو له خوا و ویشتل شو او ځای پرځای مړ شو.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د پېښې پخلی کوي؛ خو په دې اړه ډېر معالومات نه لري.

ځينې شرچینې وايي، چې له وژل شوي کس څخه یوه اندازه پیسې اود تیلیفون کارتونه هم وړل شوي دي. د پېښې له ځای څخه شاوخوا شل متره وړاندې د پولیسو د تلاشۍ یوه پوسته هم شته.

About Ariana News

Check Also

قطر د افغانانو خپلمنځي ناسته لغو کړه

(Last Updated On: April 19, 2019)ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د قطر حکومت  پرون(پنجشنبه د …