عاجل خبرونه

د نفوذ وړ کسانو سره د عایداتي مامورینو اړیکو مالیې وزارت له ستونزو سره مخ کړی

(Last Updated On: June 24, 2015 5:56 pm)

vlcsnap-2015-06-24-17h55m06s104

د مالیې وزیر وایي چې په مرکز او ځینې ولایتونو کې عایداتي مامورین د نفوذ وړ کسانو سره اړیکي لري چې د مالیې وزارت یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي نن خپل سل ورځنی کاري پلان یې له رسنیو سره شریک کړ او وایي چې د دې وزارت عایداتي بنسټونه به په دې سلو ورځو کې له داسې کسانو پاک کړي.

هغه زیاته چې په ګمرکاتو کې د روڼلۍ لپاره به له ګاونډیو هیوادونو سره د د اطلاعاتو د بدلولو تړون لیک لاسلیک کړي.

ښاغلی حکیمي وایي چې د دې وزارت په عایداتي بنسټونو کې د فساد له منځه وړل د دوی د کارونو په لومړیتوبو کې ځای لري.

د مالیې وزیر ټینګار کوي چې تیر کال د هیواد بودیجه سیاسي او غیر واقع بینانه وو له همدې امله د سږکال په بودیجه یې هم اغیز کړی.

هغه وایي چې دوی ته د تیر حکومت څخه یوازې تشه خزانه پاتې ده.

له دې سره سم د نړیوالې ټولنې مرستې د ملي یووالې له حکومته وروسته په دې ډول دي:

” د نړیوال بانک له خوا ۳ میلیارده ډالر، د امریکا متحده ایالاتو له خوا ۸۰۰ میلون ډالر او د بریټانیا لخوا ۵۰۰ میلیون ډالر تر راتلونکو دریو کلنو پورې به له افغانستان سره مرسته وکړي.”

د انتفاعي مالیاتوزیاتوالی له دوه سلنې نه څلور سلنې ته او په مخابراتي شرکتو باندې به هم مالیات لس سلنه زیاته شې.

همداراز یادونه یې وکړه چې په دې وزارت کې د ښځو استخدام به هم زیاته شي.

خبریاله: نبیله حفیظي

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …