عاجل خبرونه

د نفتي توکو په تصدۍ کې د سمونونو پر راوستو ټینګار څرګند شو

(Last Updated On: مارچ 19, 2016)

vlcsnap-2016-03-19-10h06m30s244د نفتي توکو د تصدۍ نوی رییس په دې باور دی، چې په تېر کې د دغه بنسټ په مالي نظام کې د رڼښت په اړه کار نه دی شوی.

د نفتي توکو تصدۍ رییس ولید تمیم په دې اداره کې فساد او د مافیایی کړیو نفوذ نه ردوي؛ خو وایي په هر ډول، چې کیږي د روڼتیاوو د را منځته کولو له پاره به کار کوي.

ښاغلی ولید تمیم وایي، د نفتي توکو په اداره کې فساد نه ردوم؛ خو وایم که فساد یا هر ډول مافیا، چې وي زه به ورسره مبارزه کوم.

د نوموړي په وینا؛ تر هغې، چې شته ستونزي بیخی حل او د عوایدو کچه لوړه نه شي، په ټول توان به له مفسدینو سره مبارزه کوم.

هغه له حده د زیاتو کارکوونکیو ګمارنه، زوړ مالي سیستم او نږدې درې نیم میلیار افغانۍ پور د دغې ادارې اصلي ستونزې ګڼي.

نوموړي په ډاګه کړه، چې له تقرر سره سم مې اصلاحات پیل کړي او په تېره یوه میاشت کې مو عواید درې برابره زیات شوي او دا لړۍ به همداسې روانه وي.

دی وایي، په نږدې راتلونکې کې به د نفتي توکو تصدۍ د نفتي توکو په ملي شرکت بدل شي، چېله دې سره به په بازار کې د دوی لاس هم آزاد شي او له خصوصي سکتور سره به د سیالۍ جوګه وګرزي.

خبریال: اسلم حجاب .

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …