د ميدان وردګ والي حيات الله حيات په هلمند کې والي شو

(Last Updated On: April 8, 2016)

vlcsnap-2016-04-08-11h07m01s240

د ولسمشرد فرمان له مخې، د ميدان وردګ اوسنى والي حيات الله حيات د هلمند والي په توګه ټاکل شوى دى.

د ولسمشر په دې فرمان کې، چې درې ورځې مخکې خپورشوی؛ راغلي،  چې د سيمه ييزو ارګانونو په وړانديز د حيات الله حيات تبديلي د هلمند والي په توګه په مافوق رتبه بست کې منظورده.

له دې وړاندې د هلمند ولايت چارې ميرزاخان رحيمي پرمخ وړې.

نوموړى د تېر کال د غبرګولي په څوارلسمه، د دې ولايت خلکوته د والي په توګه ورپېژندل شوى و.

د هلمند نوي والي حيات الله حيات ومنله، چې دى د هلمند والي په توګه ګومارل شوى دى.

ده زياته کړه، انتظارباسي، چې  وردګ ولایت ته نوى والي وټاکل شي او د ولايت چارې وروسپاري.

 د وردګ ولایت نوى والي تراوسه نه دى ټاکل شوى.

About Ariana News

Avatar

Check Also

لویې څارنوالۍ د ټاکنو پخوانیو کمشنرانو ته پېنځه کلن بند غوښتی

(Last Updated On: June 17, 2019)لویې څارنوالۍ د ټاکنو خپلواکو کمیسیونو پخوانیو رييسانو، کمیشنرانو او …