د موی تای لوبې اتل جلال الدین نجمي مړی خاورو ته وسپارل شو

(Last Updated On: September 01, 2018 7:38 pm)

د موی تای لوبې اتل جلال الدین نجمي په مزار شریف ښار کې د موی تای په لوبه کې له بریا وروسته د مغزي سکتې له کبله ومړ.

ملي لوبغاړي، چې د نوموړي د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، نوموړی د موی تای د لوبې اتل بولي.

جلال الدین نجمي، چې په هره لوبه کې یې خلکو ته خوشحالي ورکوله؛  د موی تای مسلکي لوبغاړی و، ۲۵ مډاله او دوه د اتلوالی جامونه یې درلودل.

جلال الدین نجمی ۱۷ کاله عمر درلود او په مزار شریف ښار کي له بریا وروسته مغزي سکته وکړه او له لوبو څخه یې د تل لپاره خدای پاماني وکړه.

د نجمي د جنازی مراسمو ته له خپلو څو تنو ملګرو پرته د افغانستان ورزش له کورني څخه تر سترګو شوي ندي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …