عاجل خبرونه

د ملګرو ملتونو اته شپيتمه عمومي غونډه په امريكا كې پيل شوه

(Last Updated On: September 24, 2013)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو په اته شپیتمه ناسته كې به د افغانستان ملاتړي هېوادونه له افغانستان سره د همكاريو د دوام په باب پر خپلو كړو ژمنو يو ځل بيا ټينګار وكړي.

د افغانستان د سولې بهير او د افغانستان جګړې د ته حل لارې موندل بله هغه موضوع ده، چې په دغه ناسته كې به پرې بحث وشي.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په خپله اته شپيتمه كلنۍ غوڼده كې سره را ټول شوي تر څو د افغانستان او نړى وضعیت وڅېړي.

په دغه ناسته كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول د هېواد په استازيتوب برخه لري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي:

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، چې له افغانستان سره همكاري لري يو ځل بیا به پر خپلو كړو ژمنو ټينګار وكړي.

افغان پلاوى به د افغانستان د سولې  د بري په باب د پاكستان، روسيې او نورو هېوادونو سره خبرې وكړي.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ هم په دغه غونډه كې ګډون لري، چې د پوهنې د بهير د پرمختګ له پاره يو لړ طرحې او وړانديزونه يادې غونډې ته وړاندې كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې په افغانستان كې په تېره بيا په تېرو دولسو كلونو كې د جګړې دوام د افغان دولت او خلكو په مېنځ كې اندېښنې را پارولې دي.

په همدې حال كې افغانستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه مكرره غوښتنه كوي تر څو پر پاكستان، چې د ترهګرۍ ملاتړ بلل كېږي فشار راوړي او په افغانستان كې جګړې ته د پاى ټكې كېږدي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه

(Last Updated On: October 19, 2019)ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ …