د ملي امنیت د لوی رییس استیضاح

(Last Updated On: اپریل 21, 2018)

وروسته له دې چې د ملي امنیت د لوی رییس د استیضاح ورځ وټاکل شوه، د ولسي جرګې استازي په دوو ډلو وېشل شوي او ځینې وایي چې د دې سلیقوي استیضاح اجندا، مخکې له مخکې برابره شوې وه.

خو ځینې نور استازي وایي چې د ملي امنیت لوی رییس به په هېواد کې د سترو امنیتي ستونزو له امله استضیاح کيږي او دا د ولسي جرګې قانوني حق دی.

د ولسي جرګې مشر وایي چې دا استیضاح د جرګې د 50 استازو د غوښتنې له مخې، د چهارشنبې په اجندا کې نیول شوی

اریانا نیوز په دې هکله وایي: وروسته له دې چې تېره اونۍ د ملي امنیت د لوی رییس د استیضاح ورځ وټاکل شوه، ځینو استازو مخالفت وکړ او وې ویل چې دا استیضاح د اداري هیئات په خوښه کېږي.

د کوچیانو استازي حبیب افغان ووېل”  استیضاح یو اصل دی؛ خو هغه استیضاح چې همایون همایون جوړه کړې نه منو، دا به پایله هم ونه لري، غیر قانوني ده او چا ته به اجازه ورنکړو چې صندوق کېږدي”

همداراز د کوچیانو بل استازي نذیر احمدزي وویل: “دا استیضاح غیر قانوني ده. د ملي امنیت د رییس د استیضاح پرېکړه په زور شوې، د خلکو د خوښې خلاف کار باید ونه شي، اداري هیئات په خپل سر، دا استیضاح په اجندا کې نیولې”

خو د ولسي جرګې رییس د جرګې په اداري هیئات  باندې دا تور نه مني او وایي چې دا پرېکړه د پنځوسو استازو د غوښتڼې پر بنسټ شوې.

د ولسي جرګې د رییس ابراهیمي په دې هکله ووېل: “د جرګې په اداري پلاوي تور تړل سم کار نه دی، دا د چا شخصي کور نه دی، د کمېسیونونو د مشرانو کمېټه اجندا جوړوي او د ملي امنیت د رییس د استیضاح په پاڼه کې پنځوسو استازو لاسلیک کړی”

مخکې له دې د جرګې اداري هیئات د پوځیانو ډېر تلفات، د امنیتي بنسټونو سیاسي کول او قومي مسایل د ملي امنیت د لوی رییس د استیضاح د دلایلو په توګه یاد کړی و.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …