عاجل خبرونه

د ملي وحدت حکومت باید وزغمل شي- حکمتیار

(Last Updated On: سپتمبر 19, 2017)

د حزب اسلامي افغانستان رهبر ګلبدین حکمتیار د سې شنبې په ورځ د هرات په جامع جومات کې خپلو پلویانو ته په ډاګه کړې، چې د ملي وحدت حکومت لنډمهاله دی او تر یوې مودې باید وزغمل شي.

نوموړي په خبرو کې له طالبانو وغوښتل، چې نور جګړه بس کړي او ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګام واخلي.

حکمتیار وایی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید پخپل وخت سره تر سره شي او له نورو ګوندونو غواړي، چې د راتلونکیو ټاکنو په اړه یو ګډ لیدلوری خپل کړي.

حکمتیار په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له زیاتېدو سره هم مخالفت کړی او ګاونډ هېوادونو ته یې خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان جګړه  ونه دریږي، دوی ته  به هم د جګړې لمن پراخه شي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي غونډې ته په خبرو کې روانه جګړه ناروا وبلله.

ټاکل شوې، چې حکمتیار د څو ورځو لپاره په هرات کې پاتې شي او له خپلو پلویانو سره به پر روان سیاسي وضعیت او راتلونکیو ټاکنو بحث وکړي.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …