عاجل خبرونه

د ملي شورا پر غړیو د فساد د لګیدلیو تورونو څېړنه دې وشي

(Last Updated On: جولای 6, 2017)

 د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی له افغان حکومت غواړي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر هغه ادعا وڅېړي، چې د ولسی جرګې پرغړیو یې د فساد تور لګولی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې کاندید وزیران اړ دي، د باور رايې د تر لاسه کولو لپاره د ولسي جرګې غړیو ته بډې ورکړي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ کله، چې ولسي جرګې ته د کاندید وزیر په توګه معرفي شو، نو دی او ورسره څو نور کاندیدان هڅول شوي وه، چې د جرګې غړیو ته بډې ورکړي.

د عبدالباري جهاني دغو څرګندونو د اروپايي ټونې اندېښنې را پارولي او غوښتنه یې کړې، چې په دې برخه کې باید څېړنې وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی فرانس میشل میلبن ویلي، چې په پارلمان کې د فساد په اړه د عبدالباري جهاني تورونه څېړنو ته اړتیا لري. دا د افغانانو حق دی، چې وپوهیږي؛ په پارلمان کې څه  تېریږي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي وایي، که څه هم افغان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو د پارلمان ځيني غړي مني، چې د ځينو کاندید وزیرانو او د پارلمان د غړیو تر منځ ښايي مالي فساد شوی وي.

په ولسي جرګه د بغلان استازی عظیم محسني وایي، چې په ولسي جرګه کې نه دا کار تائیدوم او نه یې ردوم؛ ځکه، چې کوم سند د ښودلو لپاره نه لرم، خو فساد شته او ترې منکریدلي هم نشم.

ښاغلی جهاني د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر تورنوي، چې فساد ته زمینه برابروي؛ خو دغه تور ښاغلي قدیر رد کړی دی.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …