د ملي امنیت له بنده ۳۵ طالب زندانیان خوشې شول

(Last Updated On: August 12, 2019)

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې د لوی اختر په مناسبت د ملي امنیت له بنده ۳۵ طالب زندانیان خوشې شول.

د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ د طالب زاندانیانو خوشې کیدل د حکومت د نیک نیت ښکارندویي کوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د بندیانو خوشې کیدل ښیي، چې حکومت د جګړې پای ته رسولو لپاره اراده لري او د سولې خبرې هم د پرمختګ په حال کې دي.

د کوچني اختر په مناسبت دوه میاشتې مخکې هم ولسمشر اشرف غني د ۹۰۰ طالب بنديانو د خوشي کیدو حکم کړی و، چې په څو پړاوونو کې له بنده خوشې شول.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو هم د لوی اختر په مناسبت تېره ورځ د روزګان، کندوز، خوست او سرپل له زندانونو ۷۶ بندیان له بنده خوشې کړي دي.

دغه بنديان په داسې حال کې خوشې کېږي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې تېره شپه دوه بجې پای ته رسیدلې دي او دواړه خواوې پرې د مشورې حساس پړاو ته ور دننه شوې دي.

د یادونې ده، چې ډېر مهم بنديان د ملي امنيت په بند کې ساتل کېږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

(Last Updated On: October 20, 2019)ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې …