د ملي شورا اووه لسمه دوره پرانستل شوه

(Last Updated On: April 26, 2019)

د ملي شورا اووه لسمه دوره د جمعې پر ورځ( د غویی ۶)  د ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سروردانش او نورو لوړپوړیو دولتي او حکومتي مشرانو په ګډون پرانستل شوه.  

د ملي شورا لپاره ټاکنې د تېر کال په تله کې ترسره شوې؛ خو تر دې دمه یې پایلې بشپړې اعلام شوې ندي.

ملي شورا په داسې حال کې پرانستل شوه، چې د کابل او پکتیا ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شوې ندي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن غرمه مهال د کندوز، بغلان، وردک او د کوچیانو د حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې.

ټاکل شوې وه، چې ملي  شورا شپږ میاشتې مخکې پرانستل شوې وه؛ خو په ټاکنو کې د درغلیو او د وروستیو پایلو د نه اعلامیدو له کبله وځنډول شوې.

حکومت د پارلمان له ژمنیو رخصتیو وروسته د ملي شورا دروازه وتړله.

ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د پرانستې پر مهال وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمکیسیون د پخوانیو غړیو د بې کفایتۍ له کبله د ټاکنو پایلې وځنډیدې او د ملي شورا پرانسته هم پاتې شوه.  

د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وایي، د ولسمشر لخوا د یوشمېر ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلام پرته د پارلمان د اووه لسمې دورې پرانسته یو ناقانونه کار دی او د ملي شورا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د یادونې ده، چې د بغلان ولایت د ټاکنیزې حوزې معترضو نوماندانو د بغلان- مزار د دوه لارې له تړل کیدو خبر ورکړی. د بغلان ولایت متعرضو نوماندانو د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته د اعتراض په توګه د شمال لویه لار تړلې او تیرونه یې سوځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني ولایت اوس هم د ملي شورا په اووه لسمه دوره کې نه استازی لري او نه هم په کې د دغې شورا لپاره ټاکنې شوې دي.

د افغانستان ولسي جرګه په دې پېنځه کلنه دوره کې د یو افغان سکهـ پر ورزیاتولو د ۲۵۰ غړيو لرونکې شوه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي

(Last Updated On: August 23, 2019)د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني، چې د …