عاجل خبرونه

د ملي امنیت شورا د دښمنانو تهدیدونه وارزول

(Last Updated On: August 13, 2015)

ghani

د ولسمشر  محمد اشرف غني، په مشرۍ پرون له غرمې وروسته په ارگ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د غونډې په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو  او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.

په ټول هېواد کې یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو تهدیدونه وارزول او په غونډه کې  د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د  تهدیدونو د دفع کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې. وروسته پاکستان ته د پلاوي  د لېږلو په اړه بحث او غور وشو.

د ملي امنیت شورا موظف شوي پلاوي ته مشخصه لارښوونه وکړه.

په غونډې کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ موافقنامه له ارزولو وروسته تصویب شوه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …