عاجل خبرونه

د ملي امنیت رييس د کندوز ښار د سقوط له کبله له ملت څخه بښنه وغوښته

(Last Updated On: September 30, 2015)

نوموړي ومنله چې له کندوز څخه په ساتنه کې پاتې راغلي. هغه وویل چې اووه میاشتې مخکې په کندوز کې د ترهګرو د ځپلو له پاره د سترو عملیاتو تابیا شوې، خو زیاته یې کړه چې د نامعلومو دلایلو له کبله دغه عملیات ترسره نه شول.

ولسي جرګې د کندوز له سقوط وروسته د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت ريیس او د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس استجواب کړل.

د وسله والو طالبانو د کندوز ولایت د مرکز سقوط د ملي يووالي حکومت ته سخت ټکان ورکړی. امنیتي مسولین چې ولسي جرګې ته استجواب شوي وو، وايي چې اووه میاشتې مخکې یې د کندوز په ځینو ولسوالیو کې د ترهګرو د راټولېدو رپوټونه ترلاسه کړي وو. د ملي امنیت رييس د کندوز د سقوط له کبله له ملت څخه بښنه وغوښته.

د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل وويل: «له دې امله چې موږ ونه توانېدو چې د کندوز له فاجعې څخه مخنیوی وکړو د خلکو له استازو او له ټولو خلکو بښنه غواړم او هېڅ پلمه نشو کولای.»

کندوز ښار اوس د وسله والو طالبانو په لاس کې دی او د ولسي جرګې غړي د دغه ولایت په حالت سخت په اندېښنه کې دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې شکریه پیکان وايي: «د کندوز خلک په ډېر بد حالت کې دي خلک ووژل شول او د خلکو شتنمنی چور شوه. یوازې څو سرتېرو جګړه کوله او د کندوز ښار د طالبانو تر ولکی لاندې دی.»

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی کمال صافی بيا وايي: «دروغ دي بانکونه او صرافۍ نه دي چور شوې هغه خلک چې د کندوز د لوټ کولو له پاره پروګرام لري دا خبرې کوي.»

د ملي امنیت رييس وویل چې د ځینو دلایلو له کبله اووه میاشتې مخکې په کندوز کې د عملیاتو مخنیوی وشو. کله چې له هغه څخه غوښتنه وشوه چې دلایل روښانه کړي، نو هغه د غونډې د سري کولو وړاندیز وکړ او غونډه سري شوه.

د ملي امنيت رييس رحمت الله نبیل وويل: «د حمل په میاشت کې موږ له نړیوالو ځواکونو سره د عملیاتو تدابیر ونیول او اووه سوه د کوماندو ځواکونه کندوز ته ولېږل شول خو له بده مرغه چې د ځينو دليلونو له امله عملیات وځنډېدل.»

د جرګې یو شمېر غړو د اعتراض په توګه غونډه پرېښوده او په امنیتي مسولینو یې تور ولګاوه چې د کندوز له پاره هېڅ مناسب پلان نه لري.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې فاطمې عزیز وويل: «خلک له ستونزو سره مخامخ دي دا هسې تکراري خبرې دي. عملیات نه دي ترسره شوي، دا ټولې خبرې دروغ دي په اعلی سر قوماندان باندې غږ کوم چې تاسې رهبر نه بلکې ملي خاين ياست خلک مو تباه کړل.»

کندوز ښار د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته وسله والو طالبانو ونیوه. له زندان څخه یې زندانیان خوشې کړل او یو شمېر دولتي ودانۍ يې وسوځولې. که څه هم امنیتي چارواکي هلته د عملیاتو د پیل خبره کوي، خو لا هم دغه ښار د وسله والو په کنټرول کې دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ۱۰۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

(Last Updated On: April 7, 2020)له کرونا ویروس څخه د ژغورنې جرګه ګۍ په ډاګه …