د معمرالقذافي مخالفو ځواكونو د سرت ښار بندر ونيولو

(Last Updated On: September 28, 2011 1:58 pm)

د نړيوالو رسنيو د رپوټونو په حواله ويل شوي، چې:

د معمرالقذافي مخالف ځواكونه توانيدلي، چې د سرت ښار بندر په خپله ولكه كې راولي .

دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو هوايي ځواكونو هم د ياد ښار د بندر پريو شمېر سيمو هوايي بريدونه ترسره كړي او د ياد ښار اوسيدونكي د معمرالقذافي او د هغه د مخالفو ځواكونو ترمنځ د دوامدارو نښتو پرلامل له لومړنيو امكاناتو بې برخي دي.

په سرت ښاركې د انقلابي ځواكونو يو تن كوماندان بن درداف وايي، چې:

د دوى ځواكونه قذافي ته له وفادارو ځواكونو سره له درندې نښتې ورسته تيره شپه بريالي شول، چې د دغه ښار بندر ونيسي .

انقلابي ځواكونه په داسې حال كې دغه بندر نيسي، چې د ناټو هوايي ځواكونو د ياد بندر يو شمېرسيمې بمبارد كړې وې .

ويل كيږي، چې د دغه ښار اوسيدونكي د دواړو خواوو ترمنځ د درندو او دوامدارو نښتو له لامله د لومړنيو امكاناتو لكه  له دارو او درملو، برېښنا،  اوبو او خواركي توكو بې برخې دي .

د انقلابيانو يو چارواكي ويلي، چې تر راتلونكيو څو ساعتونو به د دوى ځواكونه ښارته د ننه شي.

About ATN NEWS

Check Also

په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوه

(Last Updated On: September 11, 2018 6:11 pm) په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.