عاجل خبرونه

د محمدیه ښارګوټي د منځني ښونځي زده کونکي د بیات بنیاد د خوراکي توکو له مرستو برخمن شول

(Last Updated On: مې 2, 2015)

vlcsnap-2015-05-02-17h12m47s121

دا ځل د کابل ښار د محمدیه ښارګوټي د منځني ښونځي زده کونکي د بیات بنیاد د قوي خوراکي توکوله مرستو برخمن شول.

دغه مرستې د بیات بنیاد د مرستیال حاجي محمد اسماعیل او د پوهنې د سیمه ییزو مسولینو په حضور کې وویشل شول.

د محمدیه ښارګوټي منځنی ښونځی چې د کابل ښار په لویدیځ کې پروت دی، له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.

2

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د دغو توکو د ویش پر مهال په روان کال کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه بهیر دوام ته اشاره وکړه.

“نن مو هم له شپږ زره خلطو زیات خوراکي توکي راوړي څو د دې ښوونځي ماشومانو ته یې وویشو چې دا خوراکي توکي د ماشومانو له پاره دي. زموږ د مرستو دا لړۍ به روانه وي او په نورو ښوونیځیو کې له ویش سربیره ولایتونو ته به هم دا مرستې ورسوو.

 

د محمدیه ښارګوټي د منځني ښوونځي سرمعلم محمد آصف په اوسنیو شرایطو کې د قوي خوراکي توکو ویش د فکري ودې لپاره اړین بولي او په دې مرستو سربېره د دې ښوونځي له پاره د نورو اړینو مرستو غوښتنه هم کوي.

بیات بنیاد په تېرو دوو کلونو کې په دې توانیدلی چې په مرکز او ولایتونو کې کم وده او د خوارځواکي په ناورغي اخته ماشومانو ته له یوسلو پنځوس زره زیاتې خوراکي بستې وویشي.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، دولس اعشاریه شپږ میلیون ماشومان هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې سم نیم یې په خوارځواکي اخته ماشومان دي.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …