د ليبيا مرکز طرابلس ته د مخالفينو جگړه وغځيده

(Last Updated On: اګست 22, 2011)

د ليبيا حكومت مخالف ځواكونه وايي، چې:

د قذافي د ډلې څه نا څه څلويښت كسان نيول شوي، چې يو شمېر يې د افريقايي هېوادونو وگړي دي .

رويټرز خبري اژانس د طرابلس د اوسېدونکيو له قوله وايي، چې:

د پايتخت په څو مهمو سيمو كې  نښتې شوي او د معمر قذافي مخالفان سړکونو ته راوتلي دي.

د ليبيا د ياغيانو د ملي انتقالي شورا رييس مصطفي عبدالجليل الجزيرې ټلويزيون ته وويل، چې:

په طرابلس کې ټول اقدامات له مخکيني پلان او هماهنگۍ سره سم ترسره شوي دي.

د قذافي د حکومت ويندوي وويل:

د وسله والو کسانو وړې ډلې طرابلس ته ننوتي، خو ځپل شوي او ښار اوس خوندي دي.

په همدې حال كې  د قذافي د حكومت ضد ډلې ويلي، چې:

شاوخوا څلويښت تنه د قدافي پلوي ځواكونه يې نيولي دي .

د خورو شويو رپوټونو له مخې ويل شوي، چې په دې نښتو كې څو ملكي وگړي هم وژل شوي دي.

About ATN NEWS

Check Also

په پاکستان کې زیږیدلیو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي- عمران خان

(Last Updated On: سپتمبر 17, 2018) د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد په کراچۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.