د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بي بي سي ته ویلي؛ په لویدیځو هېوادونو کې د نشه يي توکو ناقانونه غوښتنې، په افغانستان کې د فساد لامل دی.
ولسمشر اشرف غني، چې د فساد پر وړاندې یې په نړیواله سرمشریزه کې ګډون کړی، وايي: افغان دولت د دې ستونزې حل کیدو ته ژمن دی؛خو همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه زیاتوي، بېلا بېل لاملونه یوځای شوي او افغانستان يې د نړۍ په کچه تر ټولو فاسد هېواد جوړکړی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون د فساد پر وړاندې د نړیوالې غونډې له جوړیدا مخکې ویلي وه، چې افغانستان او نایجیریا “فوق العاده فاسد” هېوادونه دي.
نوموړي دا خبري د رسنیو په مخ کې کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې، چې دیوید کامرون دې د افغانستان د فساد په تړاو د شویو څرګندونو بښنه وغواړي.