عاجل خبرونه

د لوګر ولایت د ګارنیزون قومندان ووژل شو

(Last Updated On: مارچ 28, 2016)

vlcsnap-2016-03-28-08h37m11s212

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو د دوه سوه درېیم تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندانۍ د ګارنيزيون قومندان ډګروال محمداجان ووژل شو.

 د دې ولايت د والي وياند سليم صالح وويل؛ افغان امنيتي ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې تېره ورځ سهار عمليات پيل کړي، چې اوس هم روان دي.

دهغه په وینا؛ قومندان محمداجان د دغوعملياتو مشري کوله.

نوموړی زیاتوي؛ کله، چې هغه تېرماښام په زرغون ښار کې خپل پلرني کور ته ننوتو د کور په دروازه کې پرې په ماهرانه توګه ځاى  په ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې د همدې چاودنې له کبله يې ژوند له لاسه ورکړ؛ خو نور چاته په کې د سر زيان نه دى رسیدلى.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …