عاجل خبرونه

د (لاجورد لارې) بایسکل ځغلوونکي د ترکيې استانبول ښار ته ورسیدل

(Last Updated On: June 13, 2019)

د( لاجورد لارې) بایسکل ځغلوونکي د چهارشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۲) خپلې وروستۍ موخې( د ترکیې استانبول ښار) ته ورسیدل.

دوی ۵۷ ورځې مخکې له هرات ولایت څخه خپل دغه سفر پیل او موخې ته د رسیدو لپاره یې د ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان له لارې ۴۱۲۵ کیلو متره مزل وکړاو دا دی په پای کې د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۲) د دغه هېواد استانبول ښار ته ورسیدل.

د افغان بایسکل ځغلوونکیو کاروان غړي له رسیدو سره سم د افغانستان د کنسلګرۍ او د ترکیې د بشیکتاش ښار د ښاروالۍ د چارواکو او په ترکیه کې د میشتو افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیکا کې د مټاخان ولسوالۍ امنه قومندان له موتربم بریده روغ وتلی

(Last Updated On: July 23, 2019)د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویلي، چې د مټاخان ولسوالۍ پر …