عاجل خبرونه

د كندهار په دوه ولسواليو كې د ګوزڼ پرضد واكسين نه كيږي

(Last Updated On: June 4, 2016)

vlcsnap-2016-06-04-15h50m08s73

د كندهار د عامې روغتيا رييس وايي، له ريګ او شورابك ولسواليو پرته د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو كې د ګوزڼ واكسين پلي كيږي؛ خوسږ كال په شاولي كوټ ولسوالې كې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې ده.

د کندهار د عامي روغتیا ریيس وايي، د دې ولايت شورا بک او ريګ ولسواليو له تېرو ١٣ کلونو را په دي خوا نه روغتيايي خدمتونه شته او نه هم دپوليو واکسين تر سره شوي دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس احمد الله فيضي  د اسلام له نظره د پوليو داهميت په غونډه کي له ديني عالمانو وغوښتل، چي په دې برخه كې شته ستونزې حل كړي.

نوموړى وايي، سږ کال تر اوسه دکندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دپوليو يوه مثبته پېښه لري او په نورو سيمو کي يي پر وخت کمپاينونه تر سره کړي دي.

په کندهار كې  د يونسف د پوليو دڅانګي مسوول محمد آصف هم وايي، چې ناامني ، د پوليو په اړه دخلکو نه پوهاوى او سيمو ته د پوليو د تيمونو نه ورتګ ستر خڼډونه دي.

نوموړی زیاتوي،لومړى دا، چي ولې پوليو دلته شتون لري؛ ځکه، چي مونږ ټولو ماشومانو ته لاسرسی نه درلود. اوس هم ډېري ماشومان شته، چي مونږ واکسين کړي ندي . دوه یم دا، چي دماشومانو دپاتي کيدو درې عمده علتونه دي، چي تيمونه کورونو ته نه ورځي، تيم کورته ورځي؛ خو ماشوم په کورکي نه وي ،درېيم دا، چي خلک نه غواړي واکسين وکړي .

د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي سعيد غفوري وايي، دولت په ملي مسايلو کي له ديني عالمانو سره مشوره نده کړي او نه يي هم د روغتيا په برخه کي وخت ورکړى؛ نو، ځکه دپوليو په برخه کي ګڼي ستونزي پرتي دي .

ديادونې ده، چي دهېواد په کچه  دپوليو په اړه ديني عالمانو فتوا ورکړې ده؛ خو په کندهارکي  اوس هم ډېري اوسيدونکي له دې وېري خپلو ماشومانو ته دپوليو واکسين نه کوي، چي وايي داسلام له نظره حرام دي.

خبریال: بريالي رحيمي

About Ariana News

Avatar

Check Also

خلیلزاد د سولې خبرو منځپانګه پټه ساتلې – رولا غني

(Last Updated On: November 16, 2019)د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني د افغان سولې …