عاجل خبرونه

د كندز شېرخان بندر پر پلټونكي پرمختللي سيسټم سمباليږي

(Last Updated On: سپتمبر 17, 2011)

د سرحدي پوليسو چارواكي وايي، چې:

د دغه سيسټم په فعاليدو به له دغه بندرڅخه د نشه يې توكو قاچاق او په غير قانوني ډول د انسانانو تېردل نا شوني شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د دوشنبې ښار په كنفرانس كې د تاجكستان د پوليسو سرحدي چارواكو اندېښنه ښودلې وه، چې د افغان پوله ساتونكيو له خوا يو شمېرگډې پولې په سمه توگه نه ساتل كيږي، خو د هېواد په شمال كې د سرحدي پوليسو يو لوړ پوړي چارواكي د تاجكستان  د سرحدي پوليسو د چارواكو دغه څرگندونې رد كړي دي.

دغه سيسټم د پلټونكي سكنرونو او د پلټونكو كمرو درلودونكي دي، چې د امريكا د سفارت له خوا د شېرخان بندر چارواكو ته وركړشوى دى.

د شېرخان بندر سرحدي كميسار نجيب الله راغستاني وايي، چې:

دا سيسټم به د شېرخان بندر په دروازو كې و لگول شي او هغه موټر، چې له دغو دروازو تگ راتگ كوي په جدي توگه وپلټي .

د نوموړي په وينا:

له دې وړاندې يې د باروړونكيو موټرو او ان تر دې، چې د مسافرو د پلټنې په برخه كې ډېرې ستونزې درلودې او د ياد سيسټم له فعاليدو سره به دا ستونزې حل شي .

پرآمو سين د  يو نوي پله او د شېرخان بندر د نويو تاسيساتو له جوړيدو وروسته د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو كچه سل برابره زياته شوې ده .

دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د افغانستان، تاجكستان او ازبكستان هېوادونو له خوا د نشه يي توكو او د انسان له قاچاق د مخنوي په موخه د تاجكستان په پلازمېنه دوشنبه كې يو لوى كنفرانس جوړشو او په كنفرانس كې د تاجكستان چارواكو اندېښنه وښوده، چې د افغانستان يو شمېر پولې د دغه هېواد د پوله ساتونكيو له خوا په سمه توگه نه كنتروليږي، خو د افغان سرحدي پوليسو مشر جنرال حبيب سيد خېلي دغه ادعاوې رد كړې دي.

نوموړى وايي، چې د تاجكستان سرحدي پوليس په خپله د خپلې پولې په ساتلو كې پاتې راغلي او نه شي كولى، چې په يو شمېرسرحدي سيمو كې د نشه يې توكو د قاچاقچيانو مخه ونيسي .

نومړي د تاجكستان د پوله ساتو ځواكونو له خوا د اته افغان كاركوونكيو وژل يو غيرقانوني عمل وباله او د ورته پېښو د مخنيوي غوښتنه يې وكړه .

نوموړي زياته كړه، چې په سرحدي سيمو كې وسله وال مخالفين په پوره ډول له منځه وړل شوي او  او د تاجكستان دولت ته هيڅ ډول گواښ احساس شوى نه د

About ATN NEWS

Check Also

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 14, 2018) د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.