عاجل خبرونه

د كابل په زاړه ښار كې پر اړو كورنيو غذايي توكي ووېشل شول

(Last Updated On: اګست 11, 2011)

د روژې مباركې مياشتې په وياړ د بيات بنياد د مرستو په لړۍ كې د كابل  د زاړه ښار پر يو شمېر اړو كورنيو د لومړنيو غذايي توكو مرستي ووېشل شوې.

د بيات بنياد رييس انجنير احسان الله بيات، چې د دغو مرستو د وېشل پرمهال حاضر و وايي، چې:

بيات بنياد په پام كې لري، چې دغه مرستې د ټول هېواد په كچه په سلگونو كورنيو ته ورسوي.

د آريانا راډيو- تلويزيون خبري څانگه څرگندوي، چې:

بيات بنياد د روژې د مياشتې د مرستولړۍ، چې هركال له بېوزله او غريبو كورنيو سره د روژې په مياشت كې ترسره كيږي؛ دا ځل د كابل، د زاړه ښار په سيمه كې پر لسگونه بېوزلو او ا ړو كسانو ته ورسيدې.

په دغو مرستو كې وريجې او اوړه شامل ول، چې  د بيات بنياد خيريه بنسټ له خوا د مرستو دغه لړۍ له همدې ځايه په پام كې نيو ل شوې وه، چې اوس په كې پيل شوه او د روژې دغه مرستي به د ټول هېواد په كچه زروغريبو كورنيو ته د روژې ترپايه ورسول شي .

د كابل ښارد مهاجرينو استازي نورمحمد تورن وايي، چې:

د بيات بنياد خيريه بنسټ يواځينى بنسټ دى، چې د ټول هېواد په كچه د غريبو او بېوزله كورنيو سره يي تل مرستې كړي او اوس يي د كابل په زاړه ښاركې هم مرستې وكړې، چې دغه مرسته دغو غريبو خلكو ته حياتي ارزښت لري.

هغه خلك، چې دغه مرستې پرې ووېشل شوې هم له بيات بنياد څخه ډېره مننه كوي او وايي، چې:

په هېواد كې د خوراكي توكو نرخونه ډ ېر لوړشوي او دغه خلك له گڼو ستونزو سره مخ دي.

دوۍ وايي، چې:

بيات بنياد يوازنى بنسټ دى، چې وخت ناوخت له اړو خلكو سره خپلي مرستې جاري ساتي.

د يادونې وړده، چې بيات بنياد له لمړۍ ورځې د نورو مرستو ترڅنګ هركال د روژې په مياشت كې له خپلو هېوادوالو سره د مرستو دغه لړۍ جاري ساتلې اوان شا الله د تل په څير به جاري وساتل شي.

About ATN NEWS

Check Also

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 14, 2018) د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.