عاجل خبرونه

د كابل د طب پوهنتون د زړه ناروغيو په انستيتيوت كې سوری زړه عمليات شو

(Last Updated On: جنوري 23, 2016)

DOCTOR___23 - 01 - 2016 - DARI - SOT.mpg_snapshot_00.05_[2016.01.23_14.33.03]د زړه د سوري ناروغي د افغانستان په ماشومانو كې ډېره ليدل كيږي، چې ډېر يې له هېواده بهر د عملياتو په وسيله روغتيا مومي.

د كابل طب پوهنتون استاد شرين آقا ظريف وایي، اوس د لومړي ځل له پاره د كابل طب پوهنتون استادان بريالي شوي، چې د يوې ۱۱ كلنې نجلې( مريم) عمليات په برياليتوب ترسره كړي.

د زړه ناروغيو داكتر منوچهر تيموريان وايي كه، پرمختللي وسايل اوامكانات ولرو كولى شو په دې مركز كې د زړه نور عمليات هم تر سره شي.

د لوړو زدكړو وزيره فريده مهمند دا يوه لويه لاسته راوړنه گڼي او وايي، د زړه ناروغيو انستيتيوت ته به نورامكانات او وسايل هم چمتو شي.

د مريم پلار خوښ دى، چې د لوروړيا درملنه یې په خپل هېواد کې وشوه او له داكترانو مننه كوي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …