عاجل خبرونه

د قطر ناسته د ناسم مدیریت له کبله تر سره نشوه- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: April 22, 2019)

د هېواد اجرائیه مشر وايي، چې په قطر کې د افغانانو خپلمنځي غونډه د ناسم مدیریت له کبله تر سره نه شوه.

په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له لغوه کیدو پېنځه ورځې وروسته اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د غونډې د نه تر سره کیدو پر لامل وغږید.

هغه د وزیرانو شورا د دوشنبې د ورځې( د غویی ۲) په غونډه کې وویل، چې د ناسالم مدیریت له کبله د دوحې خبرې ونشوې.  

 د اجرائیه مشر په باور؛ د ناسالم مدیریت له کبله د خبرو لپاره تر لاسه شوی چانس له لاسه ووت.

اجرائيه مشر عبدالله عبدالله وایي؛ په خواشینۍ، چې د سولې د خبرو لپاره په قطر کې رامنځته شوې زمینه مو د ناسم مدیریت له کبله ګډوډه شوه.  

هغه ټینګار کړی، چې که یو ځل بیا د خبرو زمینه برابره شي؛ حکومت چمتو دی، چې ګټه ترې پورته کړي.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره په تیلیفوني خبرو کې د دوحې د خبرو د نه تر سره کیدو له کبله خواشیني ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هر څومره ژر باید پر ټاکلي پلاوي هوکړه وشي.

واشنګتن په داسې حال کې د افغانانو پر خپلمنځي ناستې ټینګار کوي، چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې به په څو راتلونکیو ورځو کې پیل شي.

طالبانو ویلي، چې د خبرو په دې پړاو کې به د بهرنیو ځواکونو پر پوره وتلو بحث او خبرې وشي.

یو شمېر سیاسي څېرې خپلمنځي خبرې د سمرکند ناستې ته د پیل خبرې بولي.

د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسمعیل خان وایي؛  مونږ هیله من یو، چې ډېر ژر درېیمې ناستې ته ولاړ شو، چې په سمرکند کې تر سره کیږي. په دغسې شرایطو کې د سولې مشورتي جرګې تر سره کیدل د افغانستان د خلکو غوښتنه نده.

یوې سرچینې د نوم  د نه ښودلو پر شرط ویلي، چې ولسمشر نه غوښتل د سولې مشورتي جرګې له جوړیدو مخکې افغان استازي د قطر په ناسته کې ګډون وکړي. ولسمشر په دې هیله و، چې له مشورتي جرګې وروسته به یاد پلاوی قطر ته ولاړ شي.

د سولې عالی شورا ویاند غفور احمد جاوید وایي؛ د سولې عالی شورا هڅې دا دي، چې سږکال د افغانانو خپلمنځي خبرې تر سره شي او په پای کې دغه کال د سولې کال شي.

ټاکل شوې وه، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ( د وري ۲۹) د افغانانو دوه سوه پنځوس کسیز پلاوی د خپلمنځي خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي او د افغانانو په خپلمنځي ناسته کې، چې د اپریل پر ۱۹ او ۲۱ جوړیدونکې وه؛ ګډون وکړي، خو یاده غونډه د نوملړ پر سر لغوه شوه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بې بایو متریک رایو تر باطلیدو هیڅوک ټاکنیزې پایلې اعلامولی نشي- حکمتیار

(Last Updated On: November 19, 2019)د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیزې ډلې مشر ویلي، …