د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)

ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري ۲۹) د افغانستان د حکومت، ګوندونو او سیاسي بهیرونو د دوه پنځوس ښځو په ګډون دوه سوه پنځوس کسیز پلاوي له کابل څخه قطر سفر وکړي.

ویل کیږي، چې په دوحه کې د جمعې او شنبې پر ورځو د طالبانو او افغان پلاوي خبرې له ستونزو سره مخ شوې؛ ځکه، چې د سرچینو په خبره دولت او طالبان د مرکچي پلاوي د ترکیب پر سر وران شول او طالبان حاضر ندي، چې په قطر کې له ټول دوه سوه پنځوس کسیز افغان پلاوي سره وګوري

یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د پلاوي په جوړښت کې د ستونزو پر لامل دغه  سفر تر ناڅرګند وخته ځنډیدلی؛ 

ځکه، چې دولت او طالبان د مرکچي پلاوي د نوملړ پر ترکیب  وران شوي او طالبانو د افغان پلاوي له ټولو غړیو سره خبرې نکوي.

یوه غربي دیپلومات رویترز خبري آژانس ته ویلي، د دوحې ناستې تر سره کیدو لپاره پر نوې نېټې کار روان دی او افغان دولت د دې ناستې تر سره کیدو لپاره چاره نلري او باید د پلاوي په ترکیب کې بدلون راولي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي سفیر  نیکولاس کي ویلي، چې د دوحې مذاکرات د سولې خبرې ندي؛ دا نورو  پړاوونو ته یوه مقدماتي ناسته ده. ګډون کوونکي د حکومت لخواګډون کوي، که د فرد په توګه هم وګڼل شي، بیا هم یوه ښه موضوع ده، چې هغوی له طالبانو سره خبرې کوي. دا رسمي خبرې ندي. دا یوه ناسته ده، چې د خبرو اترو ښکېل لوري یو او بل درک کړي.

له طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي غړی رنګین دادفر سپنتا وایي: که منل شوي وي، چې خبرې همدا پلاوی تر سره کړي؛ نو  غواړم ووایم، چې له تګ مخکې له ماتې سره مخ دی.

داسې ښکاري، چې د کابل پلاوی دوه ټوټې شوی؛ یو شمېر څېرې د قطر په ناسته کې له ګډون ډډه کوي او  له طالبانو سره ناستې ته هم زړه نه ښه کوي.

له طالبانو سره خبرې کوونکي پلاوي غړې شاه‌گل رضایي وایي، چې د دغې ناستې وړاندوینه ستونزمنه ده؛ خو د خلکو تمې هم باید له واقعیتونو سره مطابقت ولري. لاسته راوړنې او ستر بدلونونه په یو-دوه ناستو کې هم د منلو نده.

طالبانو ته نږدې سرچینو د قطر ناستې ته د طالبانو د ۲۵ کسیز پلاوي د نوملړ له وروستي کیدو خبر ورکړی؛ خو  د څرګندونو له مخې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پلاوي د ترکیب د بدلون په اړه خبرې روانې دي.

د طالبانو په دې نوملړ کې د عباس ستانکزي، سلام حنفي، امیرخان متقي، عبداللطیف منصور، مطیع الحق خالص، عبدالمنان عمري، سیدرسول حلیم، شهاب الدین دلاور، دین محمد، عبدالرحمن مدني، ملا زاهد احمدزي، سهیل شاهین، محمد فضل مظلوم، خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، عبدالحق واثق، ملا نورالله نوري، صیاالحق مدني، عبدالاحد جهانگیروال، امار یاسر، مزارګل صالح، محمد نعیم وردک، ملا داوود عابد، محی الدین سادات او  رسول الحق عزیز نومونه راغلي دي.

تېره ورځ طالبانو د حکومت هغه ۲۵۰ کسیزه نوملړ د خندا وړ وګاڼه، چې د حکومت پر استازیتوب اعلان شوی و.

ویل کیږي، چې د قطر ناسته د اندونو د نږدې کولو لپاره ده؛ نه د حکومت او طالبانو د سولې لپاره.

د پلاوي په خبره د طالبانو او حکومت خپلمنځي ناسته به ډېر ژر په سمرکند  کې تر سره شي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

د کندهار پر امنیه قومندانۍ بريد د کوټي له چمن ښاره رهبري کيده

(Last Updated On: July 19, 2019)د کندهار ولايتي او امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې …