د قطر امیر او ترمپ د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې کړي

(Last Updated On: August 9, 2019)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د قطر امیر د سیمې، نړۍ او په ځانګړي توګه د امریکا او طالبانو د سولې پر روانو خبرو بحث کړی دی.

د قطر خبري آژانس په ډاګه کړې، چې شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په یوه تیلیفوني اړیکه کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د یو شمېر مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پر بهیر بحث او خبرې کړې دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې ارزولي او په دې اړه یې ډاډ ښودلی دی.

یو شمېر سرچینو ویلي؛ د ترمپ او د قطر د امیر خبرې ښیي، چې طالبان او امریکایان د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.  

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا روانې دي او دواړو خواوو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته له نږدې کیدو خبر ورکړی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د خواف ـ هرات د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د غزولو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: December 12, 2019) د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي …