عاجل خبرونه

د قره قل پوستکی صادرات اتیا په صلو کی زیات شوی دی

(Last Updated On: April 29, 2015)

Qara qul

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسولین وايي چې اوس د شمالي ولایتونو څخه د قرقل پوستکي صادرات زیات شوي دي. دوی وايي چې په روان کال کې پنځه سوه زره د قرقل پوستکي بهر ته صادر شوي دي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس شیر محمد سپاهي وايي چې په دې وروستیو کې د هیواد له شمالي ولایتونو څخه د قرقل پوستکي صادرات اتیا په سلو کې زیات شوي دي. دوی وايي چې د افغانستان په بازارونو کې د قرقل یو پوستکی له شلو تر دیرشو ډالرو ارزښت لري. شین، تور او سور د قرقل غوره پوستکي بلل کیږي.

د قرقل پوستکي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له مالدارانو څخه پیرل کیږي او په بلخ کې تر پروسس او عاش وروسته بهر ته لیږل کیږي.

د نړۍ په بازارونو کې له غالیو وروسته قرقل د افغانستان له مشهورو صادراتي توکو څخه شمیرل کیږي

About Ariana News

Check Also

د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي

(Last Updated On: May 21, 2019)د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر …